▶ ویډیو وګورئد «هرات» د هېوادني محصولاتو او تولیداتو په ملي او نړیوال نندارتون کې د مشهد د رضوي فوق تخصصي روغتون او د حبیب یار نړیوال روغتون ګډ او فعال حضور
دې ګډ حضور د دوو معتبرو درملنیزو مرکزونو د ظرفیتونو، وړتیاوو او تخصصي او فوق تخصصي خدمتونو د معرفي کولو لپاره لیدونکو او ګرانو ښاریانو ته یو ارزښتناک فرصت برابر کړ. د دې نندارتون پر مهال، د دواړو مجموعو استازو د پرمختللو طبي خدمتونو، د درملنې د تخصصونو، تشخیصي اسانتیاوو او درملنیزو ظرفیتونو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو او پوهاوي سره هڅه وکړه چې خلک د روغتیا او درملنې په برخه کې له شته فرصتونو سره لا ښه بلد شي.
موږ باور لرو چې پوهاوی، د تجربو تبادله او د معتبرو درملنیزو مرکزونو ترمنځ همکاري د ټولنې د روغتیا په لوړولو او باکیفیته درملنیزو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په اسانولو کې اغېزمن رول لري. د مشهد رضوي فوق تخصصي روغتون او د حبیب یار نړیوال روغتون؛ د روغتیا د ښه والي او د افغانستان ګرانو خلکو ته د ښو خدمتونو په لار کې ملګري.

