
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د خپرونو د څارنې رئیس محترم مولوي صفيالله رائد د حبیب یار له نړیوال روغتون څخه لیدنه وکړه!
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د خپرونو د څارنې رئیس محترم مولوي صفيالله رائد له خپل ملګري پلاوي سره او د حبیب یار نړیوال روغتون د مشرتابه پلاوي په شتون کې د دې لوی درملنیز مرکز له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال مېلمنو له نږدې د روغتون له اسانتیاوو، روغتیايي خدمتونو او درملنیزو فعالیتونو سره بلدتیا پیدا کړه او د هېواد وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې یې د دې مرکز هڅې او خدمتونه وستایل. د حبیب یار نړیوال روغتون د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په ژمنې، تل د ټولنې د روغتیا د ښه کولو او ګرانو هېوادوالو ته د خدمت په لار کې ګام اخلي.
د دې راپور نور انځورونه





