▶ ویډیو وګورئد حبیب یار په نړیوال روغتون کې د ډلهییزو پېښو د مدیریت او د اور لګېدنې د مهارولو د زدهکړیز پروګرام جوړېدل
زموږ د همکارانو د پوهاوي لوړولو، ظرفیت زیاتولو او له بیړنیو حالاتو سره د مخ کېدو لپاره د چمتووالي په موخه، د حبیب یار په نړیوال روغتون کې «په روغتون کې د ډلهییزو پېښو مدیریت او د هغې د مانور د ترسره کولو طریقه» زدهکړیز پروګرام جوړ شو.
د دې پروګرام په لومړۍ برخه کې، محترم ډاکټر محمد عارف جلالی، د حبیب یار نړیوال روغتون سرطبیب، د ډلهییزو پېښو د مدیریت، بیړنیو حالاتو ته د رسېدنې د څرنګوالي او د عملي مانورونو د ترسره کولو د طریقې په اړه اړین معلومات د دې درملنیز مرکز له کارکوونکو سره شریک کړل.
په دویمه برخه کې، محترم تورن بشیر احمد واحدیار، د هرات د امنیې قوماندانۍ د اطفائیې د مدیریت د روزنې مسؤل، د روغتون په چاپیریال کې د اور لګېدنې د مهارولو د اصولو او طریقو او د اور لګېدو پر مهال د اړینو اقداماتو په اړه په تفصیل سره روزنه ورکړه.
دا پروګرام د همکارانو د مسلکي پوهې او مهارتونو د لوړولو، ناڅاپي پېښو ته د چمتووالي د پیاوړتیا او د ناروغانو، کارکوونکو او مراجعینو د خوندیتوب د تامین په موخه جوړ شو.
همدارنګه، د داسې زدهکړیزو او عملي پروګرامونو جوړول د روغتیایي خدمتونو د کیفیت د ښه کولو، د خوندیتوب د معیارونو د رعایت او د روغتون د اعتبار ورکولو د پروسې د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د حبیب یار نړیوال روغتون د دوامدارو هڅو یوه برخه ده.

