▶ ویډیو وګورئد حبیب یار نړیوال روغتون یوولسم نړیوال کنفرانس، د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې لمانځنه او د حبیب یار نړیوال روغتون د نیوروساینس مرکز پرانیستل د ایران او افغانستان د متخصصینو او مېلمنو په ګډون په یوه پرتمینه غونډه کې ترسره شول.
په دې غونډه کې د روغتون سرطبیب محترم ډاکټر محمد عارف جلالی او د اعصابو او روان متخصص محترم ډاکټر بصیر احمد سلطانزاده د دې غونډې په اړه خبرې وکړې او کورنیو او بهرنیو ځانګړو مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه.
په دې علمي کنفرانس کې د تهران پوهنتون د سرطان تخصصي بورډ محترم ډاکټر دهقان منشادی د سینې د سرطان په اړه علمي مطالب وړاندې کړل.
په افغانستان کې د اعصابو او روان په برخه کې له مخکښانو څخه محترم ډاکټر قدیم محمدی، او د طبي انجینرۍ تخصصي دوکتورا لرونکی او د امام رضا پوهنتون د علمي هیئت غړی محترم ډاکټر صالح لشکری، د دې غونډې اصلي ویناوال او وړاندې کوونکي وو او د رواني روغتیا په اړه یې نوي مطالب او خپلې علمي څېړنې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
په پای کې د حبیب یار نړیوال روغتون مسلکي مرستیال محترم ډاکټر الحاج نثار احمد مصدق د پروګرام لنډیز وړاندې کړ او په دې علمي کنفرانس کې د ټولو مېلمنو له ګډون څخه یې مننه وکړه.
د دې کنفرانس په پای کې او د کورنیو او بهرنیو مېلمنو په شتون کې، د حبیب یار نړیوال روغتون د نیوروساینس مرکز په رسمي توګه پرانیستل شو.

