وخت واخلئ

د روغتون د لږ تر لږه معیارونو او د اعتباردهۍ د سټنډردونو روزنیز پروګرام

ویډیو
د روغتون د لږ تر لږه معیارونو او د اعتباردهۍ د سټنډردونو روزنیز پروګرام▶ ویډیو وګورئ

د حبیب یار نړیوال روغتون د روغتیايي خدماتو د کیفیت د لوړولو، د ناروغانو د خوندیتوب د ښه والي او د خپلو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د پیاوړتیا په موخه، د «د روغتون لږ تر لږه معیارونه او د اعتباردهۍ سټنډردونه» تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام جوړ کړ.

دا پروګرام د روغتون د رهبرۍ پلاوي او د روغتون د بېلابېلو برخو د یو شمېر ډاکټرانو، کارکوونکو او همکارانو په ګډون جوړ شو او موخه یې د روغتونونو د فعالیت د بنسټیزو معیارونو، د روغتیايي خدماتو د کیفیت د اړتیاوو او د اعتباردهۍ د سټنډردونو د رعایت د اهمیت په اړه د پوهاوي او ګډ درک زیاتول وو.

روزنیز پروګرام د حبیب یار نړیوال روغتون د سرطبیب محترم ډاکټر محمد عارف جلالی له خوا وړاندې او پر مخ یووړل شو. د دې پروګرام په ترڅ کې د روغتون د لږ تر لږه معیارونو، د روغتیايي خدماتو د کیفیت او خوندیتوب، د کاري اصولو او پروسیجرونو د رعایت، د ناروغانو د حقونو او خوندیتوب، د کیفیت د دوامداره ښه والي او د اعتباردهۍ د سټنډردونو په پلي کولو کې د کارکوونکو د رول په څېر په مهمو اړوندو موضوعاتو بحث او څېړنه وشوه.

په دې پروګرام کې ګډونوالو ته فرصت برابر شو چې د روغتون د سټنډردونو له بنسټیزو مفاهیمو او اړتیاوو سره لا ښه بلد شي او په کاري چاپېریال کې د دې معیارونو د عملي پلي کولو د څرنګوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړي.

#د حبیب یار نړیوال روغتون#د معیاري او عصري طبابت بېلګه