وخت واخلئ

د ښوونکي د ورځې په مناسبت د ښوونکو وړیا معاینه

انځور
د ښوونکي د ورځې په مناسبت د ښوونکو وړیا معاینه

د 13 تلې، د ښوونکي د ورځې په مناسبت د ښوونکو وړیا معاینه!

د ګرانو ښوونکو د ارزښتناکو زحمتونو د قدرداني په موخه او د 13 تلې د ښوونکي د ورځې په مناسبت، د ښوونکو وړیا معاینه د حبیب یار نړیوال روغتون د دماغ، اعصابو او ملا د تیر جراحي په فوق تخصصي څانګه کې د دماغ، اعصابو او ملا د تیر جراحي د فوق تخصص محترم ډاکټر بصیر احمد توکلی له خوا ترسره کېږي.

د معاینې او تشخیص برخې:

  • د غاړې او اوږې دردونه
  • د لاسونو درد، بې‌حسي او شنګېدل
  • د ملا درد او پښو ته غځېدونکي دردونه
  • د غاړې او ملا ډیسک
  • د ملا د تیر ستونزې او زیانونه
  • د ملا د تیر ماتېدل
  • د دماغ او اعصابو اړوند نورې ستونزې

درانه ښوونکي کولای شي د تلې په 13 نېټه د سهار له 8:00 بجو څخه د ماښام تر 6:00 بجو پورې د حبیب یار نړیوال روغتون د دماغ، اعصابو او ملا د تیر جراحي فوق تخصصي څانګې ته مراجعه وکړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له دې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:

وخت اخیستل او نور معلومات
پته: هرات، سینما چوک، د باغ آزادي سړک سر، د حبیب یار نړیوال روغتون
#د حبیب یار نړیوال روغتون#د معیاري او عصري طبابت بېلګه