
د حبیب یار نړیوال روغتون رئیس محترم ډاکټر فرید احمد اعجاز د حبیب یار د خیریه بنسټ د رئیس الحاج مولانا عبدالحق صدیقي د «په اسلام کې د بډې حرمت» کتاب د مخکتنې په غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه د اسلامي، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو د ودې او په ټولنه کې د بډې او فساد د منفي پایلو په اړه د پوهاوي د زیاتولو په موخه جوړه شوه. د «په اسلام کې د بډې حرمت» کتاب په دیني او اخلاقي لید، د بډې موضوع د اسلامي شریعت له نظره څېړي او په ټولنه کې د صداقت، امانتدارۍ، عدالت او د خلکو د حقونو د درناوي په اهمیت ټینګار کوي.
د «په اسلام کې د بډې حرمت» کتاب لیکوال محترم الحاج مولانا عبدالحق صدیقي په دې غونډه کې له بډې او فساد سره د مبارزې په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: بډه یوازې مالي سرغړونه نه ده، بلکې داسې عمل دی چې عدالت، ټولنیز باور او د خلکو حقونه زیانمنوي؛ د دې اثر د لیکلو موخه پوهاوی، د بډې په وړاندې د اسلام د روښانه دریځ بیانول او په ټولنه کې د صداقت، امانتدارۍ او د نورو د حقونو د درناوي د کلتور پیاوړی کول دي.
په پای کې، د اسلامي، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو د نهادینه کولو او په ټولنه کې د صداقت، امانتدارۍ او له فساد سره د مبارزې د کلتور د پیاوړتیا په اهمیت ټینګار سره، د دې اثر په مخکتنه غونډه پای ته ورسېده.
د دې راپور نور انځورونه







