▶ ویډیو وګورئد حبیب یار نړیوال روغتون په نوښت، د محترم پروفیسور ډاکټر ایمل وردک د ارزښتناکو خدماتو او علمي او مسلکي هڅو د ستاینې او مننې په موخه یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه. پروفیسور وردک د وزیر محمد اکبر خان روغتون د ارتوپیډۍ شف، د سویلي اسیا او افغانستان د ارتوپیډۍ او ټراماتولوژۍ د اتحادیې ټاکل شوی رئیس او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کدري استادانو د اتحادیې رئیس دی.
په دې غونډه کې ملي شخصیت محترم الحاج محمد ابراهیم حبیب یار، د حبیب یار د خیریه بنسټ بنسټ اېښودونکی، او محترم الحاج عارف حبیب یار، د حبیب یار ګروپ اجرایوي رئیس، د یو شمېر علمي او طبي شخصیتونو او ځانګړو میلمنو ترڅنګ ګډون درلود.
برنامه د حبیب یار نړیوال روغتون د رئیس محترم ډاکټر فرید احمد اعجاز د ښه راغلاست په خبرو پیل شوه. هغه میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علمي او طبي شخصیتونو له ګډون څخه مننه وکړه او د متخصصینو او مسلکي کادرونو د ارزښتناکو خدماتو د ستاینې د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې.
د برنامې په دویمه برخه کې محترم پروفیسور ډاکټر ایمل وردک، د وزیر محمد اکبر خان روغتون د ارتوپیډۍ شف، د سویلي اسیا او افغانستان د ارتوپیډۍ او ټراماتولوژۍ د اتحادیې ټاکل شوی رئیس او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کدري استادانو د اتحادیې رئیس، وینا وکړه او د ارتوپیډۍ په برخه کې یې د خپلو مسلکي فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خپله علمي او تخصصي پریزنټېشن وړاندې کړه.
ورپسې محترم ډاکټر آصف کبیر او د حبیب یار د خیریه بنسټ رئیس مولانا عبدالحق صدیقي د روغتیایي خدماتو د اهمیت، د متخصصینو د هڅو او د هېواد د روغتیایي نظام په پیاوړتیا کې د خیریه بنسټونو د رول په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې، د ارزښتناکو خدماتو او لاسته راوړنو په پار، میلمنو او همدارنګه د حبیب یار نړیوال روغتون د بریالي ارتوپیډي ټیم غړو ته د یادګار مجسمې او ځانګړې ډالۍ ورکړل شوې، او میلمنو د روغتون له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه.

