▶ ویډیو وګورئد حبیب یار نړیوال روغتون اته پنځوسم علمي–څېړنیز کنفرانس په بریالیتوب سره ترسره شو.
د دې کنفرانس په لومړۍ برخه کې، محترم عزیزالله شریفی د ادرار د بېاختیارۍ د دایمي درملنې د نوې ټکنالوژۍ او د حبیب یار په نړیوال روغتون کې د دې دستګاه د فعالولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او اړین معلومات یې له ګډونوالو سره شریک کړل.
همدارنګه، د کنفرانس په دویمه برخه کې، محترم ډاکټر محمد ویس نبرد د رواني روغتیا په برخه کې د نویو څېړنو او موندنو په اړه خبرې وکړې او خپل علمي او تخصصي معلومات یې له حاضرینو سره شریک کړل.
د حبیب یار په نړیوال روغتون کې د ادرار د بېاختیارۍ د دایمي درملنې د عصري ټکنالوژۍ پیلول او فعالول، په هېواد کې د تخصصي خدمتونو د پراختیا او د درملنې د نویو طریقو د برابرولو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.
د حبیب یار نړیوال روغتون تل هڅه کوي چې د نوې پوهې، نویو ټکنالوژیو او د متخصصو کادرونو د علمي ظرفیت په کارولو سره، ګرانو هېوادوالو ته د معیاري او پرمختللو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

